خبرونه

لندن کې د «بي بي سي» پرضد لاریون وشو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): په لندن کې نن لسګونه کسانو د بي بي سي پرضد لاریون وکړ.

لاریون کوونکي د بي بي سي پر هغه کړنه غوصه شوي وو، چې د فېسبوک پاڼې نوم یې له بي بي سي فارسي نه بي بي سي دري ته اړولی و.

لاریون کوونکو په اعتراضیه لوحو کې لیکي وو« زموږ ژبه فارسي ده؛ نه دري. زموږ ژبه، زموږ هویت دی.

بي بي سي! زموږ د هویت بدلول ودروه»

بي بي سي فارسي وېبپاڼه تراوسه په همدې نامه ده او د افغانستان په پرتله زیات تمرکز په ایران کوي؛ خو په دې وروستیو کې یې د فېسبوک پاڼې نوم له بي بي سي فارسي نه بي بي سي دري ته اړولی و.

تراوسه د بي بي بي مرکزي ادارې د نننیو لاریون کوونکو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

بي بي سي د انګلستان له مرکز لندنه نږدې ۲۷ هېوادونو ته د هماغوی په ژبه خپرونې لري.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */