خبرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۹ ولایتونو د رایو ورکولو مرکزونه تصویب کړل

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۹ ولایتونو د رایو ورکولو مرکزونه تصویب کړل؛ خو د نهه نورو ولایتونو د رایو ورکولو مرکزونه راتلونکې پړاو ته پریښودل شول. په دې نهو ولایتونو کې چې تصویب شول، د رایو ورکولو اتلس سوه پنځوس مرکزونه ارزول شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي وایي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غور، بدخشان، کونړ، هلمند، فاریاب، پروان، روزګان، بغلان او زابل ولایتونو د رایو ورکولو مرکزونه تصویب کړل. په دې ولایتونو کې د رایو ورکولو اتلس سوه پنځوس مرکزونه ارزول شوي؛ خو د رایو ورکولو سلګونه مرکزونه د ناامنیو پر دلیل له ارزونې پاتې شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند عبدالبدیع صیاد وایي؛ که د هغو مرکزونو امنیت، چې له ارزونې پاتې دي، تامین نه شي، دوی نه شي کولی ټاکنې په کې تر سره کړي.

نوموړی زیاتوي، حتا د یوې ولسوالۍ په کچه د رایو ورکولو یو مرکز ارزول شوی؛ خو د ناامنیو په دلیل نور مرکزونه نه دي ارزول شوي.

ټاکل شوې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په میاشت کې تر سره شي؛ خو ناامني او د بودجې نه شتون د ټاکنو د لارې دوه لوی خنډونه بلل کیږي.


سرچینه: اریانا نیوز

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */