خبرونه

د کندهار په چاودنه کې پنځه روماني عسکر ټپيان شوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): نن ماپښین شاوخوا دوه نیمې بجې د کندهار مرکز ته څېرمه په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو عسکرو پر موټریز کاروان چاودنه وشوه چې له امله یې د طالبانو په وینا بهرنیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته وویل چې ددوی یو تن سرتیري بریدګر «عزت الله کندهاري» د منفجره موادو ډک موټر په واسطه د بهرنیانو پر کاروان چاودنه وکړه، چې له امله یې دوه زغروال ټانګونه ویجاړ او ۱۴ بهرني عسکر په کښي ووژل شول.

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء دراني رسنیو ته ویلي چې د ډنډ ولسوالۍ د «ده غلامان» په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان برید وشو چې له امله یې د رسیدلي زیان په اړه معلومات نه لري.

د کندهار والي ویاند قدرت الله خوشبخت هم د تلفاتو اوښتلو په اړه ناخبرې ښودلې ده. خو ویلي يې دي چې برید د ټونس ډوله موټر په واسطه وشو.

باید وویل شي چې افغان چارواکي او امنیتي ادارې اجازه نه لري چې بهرنیو ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.

خو یوې جګپوړي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې ۵ تنه روماني عسکر ټپيان شوي چې د هغو څخه د ۳ کسانو ژوند د خطر سره مخ دی.

بلخوا په کابل کې دغوڅ ملاتړ مطبوعاتي دفتر هم د پيښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */