خبرونه

اجراییه مشر امریکا او کاناډا ته په سفر روان شو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت اجراییوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ امریکا او کاناډا ته په رسمي سفر روان شو.

له اجراییه ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عبدالله عبدالله به د امریکا او کاناډا له لوړ پوړو چارواکو سره لیدنې ولري او د امریکا د مشرانو جرګې له غړو سره به د افغانستان د وضعیت، پرمختګونو او ننګونو په اړه مفصلې خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه سفر په جریان کې به اجراییوي مشر په واشنګټن کې د یو شمېر څېړنیزو مرکزونو کې د افغانستان او سیمې په اړه خبرې وکړي او هم به د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د کلني پرېکړه لیک په اړه به خبرې وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، اجراییوي مشر د کاناډا  په جوړېدونکي امنیتي غونډه «هاليفاکس نړيوالې امنيتي ناستې Halifax International Security Forum» کې هم ګډون وکړي او د ناستې ګډونوالو ته به د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه معلومات ورکړي.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */