خبرونه

طالبانو په کندهار کې د ۱۴ بهرنیو پوځیانو د وژلو خبر ورکړ

وسله والو طالبانو د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په موټریز کاروان د موټربم حملې له کبله د ۱۴ بهرنیو پوځیانو د وژلو خبر ورکړی دی.

نن ماسپښین دوه نیمې بجې د کندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ په ده غلامانو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په موټریز کاروان موټربم چاودنه وشوه، چې له امله یې بهرنیو ځواکونو ته د تلفاتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ یوه چارواکي مطیع الله هلال رسنیو ته ددغې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، چې په دغه برید کې ملکي خلکو ته هیڅ زیان اووښتی نه دی؛ خو د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په هکله یې له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

په همدې مهال د ډنډ ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي، امریکاېي ځواکونه له هواېي ډګر څخه د ګزمې له پاره راوتلي وو، چې د موټربم چاودنې ښکار شول.

د سرچینې په خبره له پېښې وروسته د امبولانس څرخکو په مټ امریکاېي ځواکونو ۵ تنه ټپیان هواېي ډګر ته انتقال کړل؛ خو د وژل شویو بهرنیو پوځیانو د شمېرپه هکله یې بې خبري وښودله.

د برید مسئولیت وسله والو طالبانو په خپل غاړه منلی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې نن ماسپښین یې د ډنډ ولسوالۍ د ده (غلامان) او (کرزالي) ترمنځ سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په کاروان موټربم حمله کې د بهرنیو ځواکونو ۳ ټانګونه ویجاړ کړي او ۱۴ تنه بهرني پوځیان یې وژلي دي.

نوموړی زیاتوي، برید د عزت الله کندهاري په نوم د یوه سرتیري بریدګر لخوا د موټر په وسیله ترسره شوی دی.

 


سرچینه: محصلین ویب پاڼه

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */