خبرونه

سعودي کې د افغانانو لپاره د پاسپورټ بدلولو بهیر پیلېږي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): د بهرنیو چارو وزارت وايي، په خلیجي هېوادونو او په ځانګړې ډول په سعودي عربستان کې د هغو افغانانو لپاره د پاسپورټ بدلولو بهیر پیلېږي، چې دغو هېوادونو ته د نورو هېوادونو په پاسپورټونو تللي دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیراحمد اندېشه وايي، نن یې د ویډیويي کنفرانس له لارې په ریاض کې د افغانستان له سفیر او په جده کې د افغانستان له جنرال قونسل سره خبرې کړي او په سعودي یې کې افغانانو ته د پاسپورټونو د بدلولو د بهیر د پیلدا ویلي دي.

د اندېشه په خبره، په سعودي کې به هغو افغانانو ته پاسپورټونه ورکړل شي، چې افغاني پېژندپاڼې ولري او د نفوسو او احوال ریاست د تایید ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت تایید هم ولري.

په سعودي کې له تېرو څو کلونو راهیسې سلګونه افغانان چې د پاکستان په پاسپورټ سعودي ته تللي اوس له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

تېر کال د ګډ حکومت د اجراییوي مشر عبدالله عبدالله سعودي ته سفر کړی وو او د پاسپورټونو د بدلولو د بهیر د پیلېدا خبر یې ورکړی و؛ خو تراوسه دغه بهیر په ټپه ولاړ دی.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */