خبرونه

د سعودي جنوب کې دوه عسکر په مخامخ نښته کې وژل شوي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۶): د سعودي عربستان جنوبي سرحد ته څېرمه د سعودي عسکرو او شيعه حوثي ملېشو تر منځ په مخامخ نښته کې دوه سعودي عسکر وژل شوي دي.

سعودي چارواکو د یمن پولې ته څېرمه د خپلو دوو عسکرو د وژنې پخلی کړی دی.

د حوثي ملېشو خواخوږې رسنۍ وايي، چې د سعودي يو توغندي توغندی د يمن په شمال صعده سيمه کې لګېدلی، د صعده سيمې او د سعودي جنوب کې جازان سيمې ته څېرمه د حوثي ملېشو او سعودي عسکرو ترمنځ نښته شوې ده.

له تېر می مياشتې راهيسې د سعودي په جنوب کې له حوثي ملېشو سره په مخامخ نښتو کې د ژول شوو سعودي عسکرو شمېر سلو ته پورته شو.

د ۲۰۱۵م کال له مارچ مياشتې راهيسې د سعودي په مشرۍ د عربي هېوادونو ايتلافي عسکر يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد او د پرځول شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي د قانوني حکومت د ژغورنې په نوم ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي، خو د پايلې په اړه يې تر اوسه څرک نه ښکاري.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */