خبرونه

دفاع وزارت د پاکستان راکټونو ته غبرګون وښود

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم ۱۳۹۶): د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن یوه خبري کانفرانس ته وویل چې پاکستان دي پر افغانستان راکټي بریدونو ته د پای ټکی کښيږدي.

نوموړي وویل چې دفاع وزارت به په دې اړه پر اسلام اباد زیات فشار وارد کړي که چیري هغوی له خپله کاره لاس وانه خلي.

وزیري وویل: کوم راکټونه چې پر افغانستان ویشتل کیږي، هیڅ کله د افغانستان حکومت او وسلوال ځواک ته د منلو وړ نه دي، دا موضوع په جدي ډول د ملګرو ملتونو او پاکستان سره مطرح شوې ده او په لوړه کچه تعقیبیږي.

باید وویل چې له تیرو درو ورځو راهیسي پاکستاني ځواکونه پر سرحدي سیمو راکټونه ویشتل پیل کړي دي چې له امله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه هم اوښتي دي.

کونړ امنیه قومندان جمعه‌ګل همت په خبره، پاکستاني پوځیان د کونړ پر څلورو ولسوالیو دانګام، شلطن، خاص کونړ او مرورې ولسوالیو ۳۴۰ توغندي توغولي، چې له امله یې ځینې کورنۍ بې‌ځایه شوې هم دي.

دی وايي، یوازې د شلطن ولسوالۍ څخه ۴۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي او نورو سیمو ته تللي دي.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */