خبرونه

ملي دفاع وزارت پاکستان ته ګوتڅنډونه وکړه

د ملي دفاع وزارت وایی، پاکستان باید په افغان خاوره توغندیز بریدونه بند کړي.

 د ملي دفاع وزارت په وینا، کابل به په دې هکله په اسلام آباد زیات فشار راوړي. تېرو دوو ورځو کې د پاکستان له خاورې په افغان خاورې څه باندې ۱۵۰ توغندي توغول شوي دي.

د اریانا نیوز رېپورپ وایي: د سویلي آسیا او افغانستان په هکله د امریکا د نوې تګلارې په بنسټ واشنګټن له اسلام آباد سره چلند بدل کړی دی؛ خو اوس هم لیدل کیږي چې د پاکستان خلاف فشارنو چندان تاثیر نه دی کړی.

د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو د پاکستان له خاورې نږدې دوه سوه توغندي توغول شوي دي، چې دا د پاکستان سرکشي ښیی.

دولت وزیري د ملي دفاع وزارت ویاند وایی:

کوم توغندي چې پر افغان خاوره د پاکستان له لوري توغول کېږي دا په هېڅ ډول د زغم نه دي دا موضوع مو له پاکستان او نړېوالو سره شریکه کړې ده او په جدي ډول به وڅېړل شي.

بل خوا په کونړ ولایت کې هم د پاکستان له خاورې ډېر توغندي لګیدلي، د دې توغندیو زیات زیان ملکیانو ته اوړي.


سرچینه: اریانا نیوز

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */