خبرونه

سعودي: د زلزلې وېره نشته

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم ۱۳۹۶): د سعودي د زلزلو د څارنې مرکز مشر ډاکټر هاني محمد زهران هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي په ایران او عراق کې به د ۱۰ درجې په قوت سره زلزله وشي او لوی ځاني او مالي زیان به واړوي.

ددې تر مخه د امریکا د زلزلو د څارنې مرکز ته په منسوب یوه خبر کې ویل شوي وه چې ددغه زلزلې له امله به سعودي، امارات، کویټ، بحرین، عمان او قطر ته هم د زلزلې تکانونه ورسیږي او کیدای شي په دغه هیوادونو کې هم لوی تاوانونه واړوي.

د سعودي خبري ویبپاڼې «السبق» د زهران په حواله وویل: « مونږ په سعودي کې د زلزلو د څارنې پرمختللي وسایل لرو چې په سعودي او سیمه کې د زلزلو حرکت په دقت سره څاري او حتی د ټولې نړۍ د زلزلو حرکت څارلای شي او پر وخت ټولو اړوندونو جهتونو ته خبر ورکولای شي».

نوموړي په ټینګار سره امریکايي ادارې ته منسوب خبرونه رد کړل.

باید وویل شي چې درې ورځې وړاندي د عراق او ایران په حدودي سیمو کې زلزله وشوه چې له امله یې په سلګونو کسان مړه او په زرګونو نور ټپیان شول او ډېر خلک نور د کورونو د نړېدلو له امله بې کوره شول.

ددغه زلزلې تکانونه په کویټ، ترکیه او سعودي کې هم محسوس شول.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */