خبرونه

ددفاع وزارت ۴ منسوبین په اعدام محکوم شول

ملي دفاع وزارت وايي چې د فساد د دوسیو په تړاو د دغه وزارت څلور منسوبین په اعدام او سلګونه نور د حبس په بېلابېلو مودو محکوم شوي دي.

دغه وزارت په یوه راپور کې ويلي، د روان کال له وري څخه د لړم مياشتې تر پنځلسمې نېټې د ملي دفاع وزارت د فساد اړوند ۱۶۹۴ دوسیې چې په کې ۲۳۱۸ شکمن کسان شامل وو، څېړل شوې دي.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزیري د دغه راپور په اړه خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل چې د ۹۵۸ دوسیو په تړاو ۱۲۰۲ تنه ابتدائيه پوځي محکمو ته معرفي شوي، ۲۷۱ دوسیې د کافي اسنادو د نشتوالي له امله حفظ شوې او ۲۰۱ دوسیې بېرته رد شوې دي.

وزیري زیاته كړه، محاکمو د ۸۱۹ دوسیو په تړاو چې په کې ۲۱۵ افسران، ۳۲۶ بریدملان، ۴۸۵ سربازان او درې ملکیان شامل وو، پرېکړه کړې ده.

نوموړي همدارنګه وویل: «۳۸۱ تنه تر یو کال تنفیذي حبس، ۹۶ تنه تر پنځه کاله تنفیذي حبس، ۲۰ تنه له پنځو څخه تر ۱۵ کاله تنفیذي حبس، ۸ تنه له پنځو څخه تر ۲۰ کاله تنفیذي حبس، ۱۶ تنه په یو کال تعلیقي حبس او څلور تنه په اعدام محکوم شوي او ۶۷ نفره بري‌الذمه پېژندل شوي دي».

باید وویل شي چې په دا وروستیو کې له دفاع او کورنیو چارو وزارت څخه د اداري او اخلاقي فساد ګڼ راپورونه رسنیو خپاره کړي، چې له امله یې په ملي او بین المللي کچه توند غبرګونونه راپارېدلي دي.

په وروستۍ پېښه کې یوه ویډیو خپره شوه، چې ورکې د ملي دفاع وزارت د هواېي ځواک افسر ډګروال رسول مایل ددغه وزارت پر یوې کارمندې جنسي تیری کوي، کومه پېښه چې دفاع وزارت هم ومنله او د تحقیقاتو ژمنه یې وکړه؛ خو تر اوسه ددغه تحقیقاتو پایلې رسنیو سره شریکې شوې نه دي.

 


سرچینه: محصلین ویب پاڼه

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */