خبرونه

مالیزیا کې ځینې هوټلونو په حجاب بندیز لګولی

د مالیزیا ځینې هوټلونه چې نړیوال شهرت لري، د ښځینه کارګرانو پر حجاب باندې بندیز لګولی دی.

دا هوټلونه چې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې څانګې لري، ادعا کوي، چې د یو منظم نړیوال یونیفورم په چوکاټ کې ښځینه کارګرانې مجبورې دي، ترڅو هغه یونیفورم مراعات کړي، په کوم کې چې حجاب یا پړونی نشته.

له بل پلوه د مالیزیا د سیاحت او کلتور وزیر محمد نظري عبدالعزیزد هوټلونو دغه پرېکړه غندلې او دا کار یې د مالیزیا اساسي قانون څخه سرغړونه بللې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په اساسي قانون کې د ژبې، رنګ او دین پر اساس د توکمپالنې د مخنیوي حکم شوی او پر حجاب بندیز لګول یو ډول توکمپالنه، بې احترامي او غیر مسئولانه عمل دی، چې د اساسي قانون له حکم څخه ښکاره سرغړونه ده.

په همدې مهال د مالیزیا دهوټلونو ټولنې بیا ویلي، چې د حجاب دغه بندیز یوازې په نړیوالو هوټلونو کې عملي کیږي او عام هوټلونه له دغه پرېکړې څخه مستثنی دي.

 


سرچینه: محصلین ویب پاڼه

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */