خبرونه

د پروان د معارف ریاست پر چارواکو چاودنه شوې

د پروان امنیتي چارواکي واېي، تیره شپه ددې ولایت مرکز چاریکار ښار کې د بمي چاودنې له امله د چاریکارو د معارف مدیر عطاء محمد متین وژل شوی او د پروان ولایت د معارف رئیس ټپي دی.

د امنیه قومندانۍ د جناېي جرمونو پرضد سرپرست مدیر فرهاد هاشمي رسنیو ته ویلي، نوموړی تیره شپه د پروان پوهنتون لیلیه کې د یوې کلتوري میلې نه وروسته خپل کور ته روان ؤ، چې په موټر کې دننه د ځای پرځای شوي ماین چاودنه ورباندې وشوه.

په دغه چاودنه کې د چاریکارو د معارف آمر عطاء محمد متین وژل شوی او د پروان د معارف رئیس زلمی شهید ټپي شوی دی.

تر اوسه ددغې پېښې علت معلوم نه دی او نه هم کومې وسله  والې ډلې ددغه برید مسئولیت په غاړه منلی دی.

 


سرچینه: محصلین ویب پاڼه

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */