خبرونه

خپلمنځي نښته کې د غزني د والي ۲ساتونکي وژل شوي

د غزني ولایت امنیتي چارواکي واېي، د خپلمنځي نښتې پایله کې تیره شپه د ولایت د مقام ۲ تنه ساتونکي وژل شوي دي.

امنیه قومندان جنرال محمدزمان رسنیو ته ویلي، تیره شپه دوه بجې د ولایت د مقام دوه تنه ساتونکو په خپل منځ کې لفظي شخړه کړې، وروسته دواړو ساتونکو پر یوه او بل ډزې کړي او وژل شوي دي.

جنرال زمان واېي، دا لا  تراوسه معلومه نه ده، د والي ساتونکو ترمنځ د نیمې شپې پرمهال چې ټول خلک ویده وو، لفظي شخړه او وسله واله نښته ولې رامنځ ته شوې ده؟

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د پېښې په هکله یې هر اړخیزې پلټنې پیل کړي، ترڅو د پېښې اصلي لامل معلوم کړي او رسنیو سره یې شریک کړي.

باید وویل شي د امنیتي ځواکونو ترمنځ د نشه یې توکو زیات استعمال او اخلاقي فساد ددې لامل کیږي، چې د هغوی ترمنځ وخت ناوخته لفظي شخړې او آن وسله والې نښتې رامنځ ته کیږي.

 


سرچینه: محصلین ویب پاڼه

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */