خبرونه

فیسبوک څخه د «لایک» آسانتیا لرې کیږي

په ټولنیزه رسنیو کې تر ټولو مخکښه اداره(فیسبوک) غواړي په راتلونکي ۲۰۱۸ کال کې له خپلې پاڼې د خوښولو(لایک) مشهوره آسانتیا لرې کړي.

د فیسبوک ادارې چلوونکي واېي، دا ګام د فیسبوک په نړۍ کې د خلکو د بې ځایه مصروفیت ختمولو په موخه پورته کوي.

که څه هم تردې وړاندې د فیسبوک ادارې چلوونکي ویلي وو، چې د خوښونې(لایک) ترڅنګ د نه خوښولو(ډیسلایک) انتخاب هم ور زیاتوي؛ خو وروسته یې دغه کار ددې له پاره ونه کړ چې د خلکو ترمنځ د نفاق او بدبینۍ د خپرولو باعث نه شي.

اوس چې په نړۍ کې د فیسبوک کاروونکو شمېر شاوخوا ۲ملیارده کسانو ته نیږدې شوی، د فیسبوک له خوا اعلان شوی چې د راتلونکي ۲۰۱۸ کال د فرروي میاشتې له شپږمې نیټې څخه به په دغه رسنۍ کې د خوښونې(لایک) انتخاب لرې کیږي.

ددې ترڅنګ هغوی نیت لري، چې په راتلونکي کال کې د فیسبوک د اغیزمن کارولو په خاطر یو لړ نور بدلونونه هم رامنځ ته کړي.

 


سرچینه: محصلین ویب پاڼه

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */