خبرونه

روسیه کې د الوتکې نسکورېدو له امله ۶ تنه وژل شوي

د روسیې په خاباروفسک ایالت کې د یوې کوچنۍ مسافر وړونکې الوتکې نسکورېدو له کبله ۶ تنه مسافر وژل شوي او یو وړوکی ماشوم ژغورل شوی دی.

روسي چارواکي واېي، تیره شپه ناوخته(یوه نیمه بجه) د خاباروفسک ایالتي مرکز څخه ۱۰۰۰ کیلومتره لرې په نیکان کلي کې یوه ایل ۴۱۰ ډوله الوتکه د نامعلومو دلایلو په اساس له الوت څخه ۲ دقیقې وروسته راولوېده.

په سیمه کې د ژغورنې مسئولینو ویلي، په دغه پېښه کې الوتکه ویجاړه شوې، د پیلوټ په ګډون ۶ تنه سپرلۍ وژل شوي؛ خو یو ۴ کلن ماشوم په حیرانوونکي  ډول ژغورل شوی دی.

د روسیې د هوانوردۍ وزارت مسئولینو لخوا د پېښې ځای ته تخنیکي ټیم استول شوی، ترڅو ددغې الوتکې د نسکورې علت معلوم کړي.

 


سرچینه: محصلین ویب پاڼه

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */