خبرونه

په بلوچستان کې د ۱۵ پنجابیانو مړي موندل شوي چې په ګولیو ویشتل شوي دي

تاند – د پاکستان امنیتي چارواکي وایي، چې د بلوچستان ایالت په تربت سیمه کې د ۱۵ داسې کسانو جسدونه یې موندلي چې د ټوپک په ګولیو ویشتل شوي دي.

ویل کیږي چې اکثر جسدونه د ځوانو کسانو دي، او د پنجاب ایالت اصلي اوسېدونکي دي.

سرچینې وایي، چې د تربت له غرنۍ سیمې څخه ترلاسه شوي جسدونه د کتنې لپاره د تربت ولسوالۍ ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.

د پاکستان جیو تلوېزیون د یادې ولسوالۍ د ادارې له قوله وایي، چې په وژل شویو کې ۱۱ کسان پېژندل شوي دي چې اکثر یې د پنجاب د ګوجرات، ګوجرانواله، منډي بهاءالدین او سیالکوټ اوسېدونکي دي.

جیو تلوېزیون د حکومتي سرچینو له قوله وایي، چې دغو کسانو غوښتل چې په ناقانونه توګه د بلوچستان له لارې ایران او بیا اروپایي هېوادونو ته لاړ شي.

د بلوچستان د ازادۍ مبارزان ادعا کوي چې لسګونه بلوچ ځوانان هره میاشت د پاکستان د امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو له خوا، چې ویل کیږي په نورو ایالتونو د پنجاب د واکمنۍ لپاره کار کوي، تښتول کیږي چې بیا په بې رحمۍ سره وژل کیږي یا ژوندي ښخول کیږي.

د بلوچستان د ازادۍ د مبارزانو دغو ادعاوو ته په کتلو سره کېدای شي وویل شي چې ښایي دا د بلوچ مبارزانو له خوا د پنجابیانو په وړاندې عکس العمل وي.


سرچینه: تاند

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */