خبرونه

نوماند وزیران راتلونکې میاشت ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو په موخه ورپېژندل کېږي

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۲۴ لړم ۱۳۹۶): ټاکل شوې ده چې د راتلونکې لیندۍ میاشتې پر څلورمه نېټه د ګډ حکومت ۱۱نوماند وزیران د باور رایې د اخیستو په موخه ولسي جرګې ته وروپېژندل شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، د راتلونکې میاشتې پر څلورمه نېټه به عبدالطیف روشان د لوړو زده کړو نوماند وزیر، فیض الله ذکي د کار او ټولنیزو چارو نوماند وزیر، حمید طهماسي د ترانسپورټ نوماند وزیر، طارق شاه بهرامي د دفاع نوماند وزير، محمد شفيق ګل اغا شېرزى د سرحدونو او قبايلو نوماند وزير، شهزادګل اريوبي د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ نوماند وزير، ويس برمک د کورنيو چار نوماند وزير، نرګس نهان د کانونو او پټروليم نوماندې وزيرې، يما ياري د ټولګټو نوماند وزير، مجيب الرحمن کريم د کليو او پراختيا نوماند وزير او نصیراحمد درانی به د کرنې او مالدارۍ د نوماند وزیرانو په توګه ولسي جرګې ته د باور د رایې اخیستو په موخه وروپېژندل شي.

د ولسي جرګې غړیو هم تایید کړې، چې د حکومت له لوري د نوماند وزیرانو اسناد ولسي جرګې ته سپارل شوي دي او ولسي جرګې پرېکړه کړې، چې د راتلونکې لیندۍ  د میاشتې پر څلورمه نېټه به د باور یا رد رایه ورکړل شي.

د دې جرګې غړیو له حکومت غوښتي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ، بهرنیو چارو او پوهنې سرپرست وزیران هم ولسي جرګې ته ورپېژني.

ولسي جرګې له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي نه د باور رایه بېرته اخیستې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهانې له خپلې دندې استعفا کړې وه.

تېره ورځ ولسمشر غني د پوهنې مخکېنی وزیر اسدالله حنیف له دندې ګوښه او پرځای یې محمد ابراهیم شینواری د سرپرست وزیر په توګه وټاکه.

د ګډ حکومت په تېریدو درې کلونه واوښتل؛ خو د خپلمنځي اختلافاتو له امله یې تراوسه کابینه بشپړه نه شوی کړی.

د ګډ حکومت د جوړېدو په هوکړه لیک کې ځینې کلیدي وزارتونه ولسمشر غني او ځینې وزراتونه اجراییه مشر عبدالله عبدالله ته ورکړل شوي وو.

د اوسني حکومت نږدې دوه کاله پاتې دي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت پر سر لانجه تراوسه پای ته نه ده رسېدلې.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */