خبرونه

سپوژمۍ وردګ: د ښځو پر وړاندې عمده ستونزې اقتصاد، له زدکړو محرومیت، زورزیاتي او نا امني ده

د روان لمریز کال له پیل تر اوسه له ښځو سره د تاوتریخوالي شاوخوا پنځلس سوه پیښې ثبت شوي دي.

د ښځو چارو وزارت ناامني، اقتصادي ستونزې او له زدکړو محرومیت د ښځو خلاف د زورزیاتي عمده عوامل بولي. په همدې حال کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، نه دي توانیدلي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښو د کمولو په برخه کې اغیزمن کارونه تر سره کړي.

د ښځو چارو وزارت په داسې حال کې له ښځو سره ( تاوتریخوالی بس کړئ) تر شعار لاندې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ نمانځي چې لا هم د ښځو لپاره افغانستان خوندي ځای نه دی او دې هېواد کې ښځې له بشپړ خوندیتوب بې برخې دي.

د ښځو چارو وزارت شمېرې ښیی چې د روان لمریز کال له پیل تر اوسه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۵۳۱ قضیې ثبت شوي دي.

سپوژمۍ وردګ د ښځو چارو وزارت مرستیاله اریانا نیوز ته وویل: (موږ کوښښ کوو چې د ښځو په وړاندې د تاوریخوالي کچه راټیټه شي چې په دې وروستیو کې د تاوریخوالي د دوسیو کچه کمه شوې ده او موږ به په دې هکله نور ګړندي ګامونه پروته کړو)

په همدې حال کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایی،  له ښځو سره د تاوتریخوالي د پیښو د مخنیوي په برخه کې بنسټیز کارونه نه دي شوي او د جوماتونو د ملا امامانو ظرفیت په دې حد کې نه دی چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره تبلیغ وکړي.

په دې هکله د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سلاکار عبدالعزیز عزیزي وایي: زموږ وزارت یو لړ کارونه تر سره کړي دي چې زما په اند دا ډېر دا ډول کارونه باید په ټولو او د ټولو کارکوونکو په مرسته تر سره شي تر څو یوې پایلې ته ورسو).

فتانه یوه له هغه مېرمنو څخه ده چې په څوارلس کلني کې یې واده کړی، کورني تاوتریخوالي هغه اړ کړې چې امن کور ته پناه ور وړي. هغه له عدلي او قضایی بنسټونو غواړي چې دوسیې ته یې ژر رسیدګي وشي.

فتانه وایي: زه یې په کېبلو و لرګي دومره وهلم او ټکولوم چې نور نو د تګ او او ګرځېدا له توان څخه عاجزه وم او په یوه خونه کې غورځولې وم او وېل یې راته چې ستاسو پوښتنه هېڅوک نه شي کړای).

د یادولو وړ ده چې په تېرو شپاړسو کلونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره بیلابیلې پروژې تطبیق شوي او د نړیوالو زیاتې مرستې په دې لار کې ولګېدې؛ خو دوه کاله مخکې د کابل په زړه کې یوې ډلې کسانو فرخنده د ولسمشرۍ ماڼۍ په څو سوه متري کې په وحشیانه ډول ووژله.


سرچینه: اریانا نیوز

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */