خبرونه

په افغانستان کې د نشه یي توکو کر ډېر شوی

د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې وزارت رپوټ ښیی چې په روان کال کې د تریاکوتولید اووه اتیا سلنه او د کوکنارو کر ۶۳ سلنه زیات شوی دی.

دغه وزارت وایی، د  کوکنارو شپیته سلنه برخه یوازې هلمند کې کرل کیږي او په میلیونونو ډالر له دې اړخه د طالبانو جیبونو ته ځي. په همدې حال کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نشه یی توکو د کر او تولید په زیاتوالي اندیښنه وښوده.

افغانستان د نړۍ  د نشه یی توکو ستر تولیدونکی هېواد دی او د نړیوالو مرستو سره سره دا پدیده لا نه ده ورکه شوې. د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې وزارت د ۲۰۱۷ کال رپوټ وایی چې د ۲۴ ولایتونو په اته ویشت زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې د دې پدېدې په تولید او کښت کې د پام وړ زیاتوالی ښیی

 د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال جاوید احمد قایم اریانا نیوز ته وویل: (په روان کال کې په زرګونه هکتار ځمکه نشه یی توکي کرل شوي چې دا په اصل کې 63 سلنه ډېرښت ښي).

دې رپوټ کې د جګړو زیاتوالی، وزګارتیا او اداري فساد د کوکنارو د کر د زیاتوالي عمده عوامل ګڼل شوي دي. د نشه یی توکو زیاته برخه یې یواځې هلمند تولیدوي. ملګري ملتونه په دې هکله اندیښنه لري.

مارک کولن  د ملګرو ملتونو د نشه یی توکو او جرمونو ضد ادارې رییس وایي: (زیاتې پیسې چې  د افغانستان له نشه یی توکو تر لاسه کیږي بهر ته انتقالیږي. د نشه یی توکو کر او تولید د اندیښنې وړ دی او د دې پدیدې څه باندې ۵۰ سلنه په هلمند کې کرل کیږي).

افغانستان په دې کال کې د نشه یی توکو د کنترول لپاره ۲۳۴۳ عملیات کړي او ۲۶۴۷ قاچاق وړونکي یې نیولي دي.

په دې هکله جاوید احمد قایم د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال وایي: (د افغانستان په جنوب کې جګړه په اصل کې د نشه یی توکو جګړه ده که سوله غواړو؛ نو باید له دې شومې پدیدې څخه د خلاصون لارې چارې ولټول شي).

د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالخلیل بختیار وایي: موږ سږ کال 350 ملیون ډالر زیان د نشه یی توکو قاچاقبران ته اړولي دي).

افغانستان اوس هم د نړۍ په کچه د نشه یی توکو ستر تولیدونکی هېواد دی، دې هېواد کې څه باندې درې میلیون وګړي په نشه یی توکو رودږي دي.


سرچینه: اریانا نیوز

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */