خبرونه

ځینې کمیشران هڅه کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس له دندې ګوښه شي

نجیب الله احمدزی د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس  مني چې ځینې کمیشران هڅه کوي څو دی له دندې لرې کړي.

له څه مودې راهیسېد ټاکنوخپلواک کمیسیون د رییس د ګوښه کیدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ګنګوسو لیکه کړې وه، له بلې خوا په دي وروستیوکې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کمیشنرانو نوملړ خپور شوي چې پکې د کمیسیون د رییس دګوښه کېدو لپاره لاس لیکونه شوي دي.په همدې حال کې د ټاکنو دخپلواک کمېسیون رییس دغه سند منې؛ خو وایې په کمېشنرانو د ځینو حکومتي لوړپوړو چاروکو لخوا فشارونه دي.

نجیب الله  احمدزی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس اریانا نیوز ته وویل: (ځینې کړۍ شته چې په کمېشنرانو یې فشار راوړي چې په پایله کې دوی هم ځینې تېروتنې کړي او د تلوار له امله یې ځینې لیکنې کړې او همدا شان د ولسمشرۍ په دواړو خواوو کې هم ځینې کړۍ زما د ګوښه کېدو هڅې کوي)

همداراز احمدزی مني چې ځینې پیغامونهده ته د ولسمشر لخوا په غیر مستقم ډول رسیدلي؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د کمیسیون په چارواکې د نه لاس وهنې ملاتړ کوي او د کمیشنرانو په چارو کې هر ډول لاسوهنه ردوې.

د دغو جنجالونو سربیره هغه څه چې د ټولو لپاره مهم دي د ټاکنو ترسره کیدل دي.

ټاکل شوې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانې ټاکنې د روان کال په چنګاښ میاشت کې ترسره شي؛ خو په کمیسیون کې اختلافات او  د حکومت د مداخلو تورنه خلک ناهیلې کړي دي.


سرچینه: اریانا نیوز

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */