خبرونه

جمعیت: د عطا محمد نور مخنیوی، پر ډيموکراسۍ پښې اېښودل دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په مشرۍ، د جمعیت اسلامي ګوند کندهار ته د عطامحمد نور د تګ مخنيوی پر ډېموکراسۍ پښې اېښودل بللي دي.

د دې ګوند له لوري په خپره شوې اعلاميه کې، د کندهار غونډې ته د عطامحمد نور او جنبش ګوند د سرپرست د تګ مخنیوی د بیان له ازادۍ سره ټکر بلل شوی دی.

اعلاميه زیاتوي، دا ډول کړنې ښکاره له قانون سره په ټکر کې دي او ثابتوي چې حکومت د ډيموکراسۍ اصولو ته ژمن نه دی او باور پرې نه لري.

که څه هم جمعیت ګوند هم پخپله اعلاميه کې د عطامحمد نور مخنیونکي ملامت کړي، خو ځينې سرچينې کاږي، نور له حکومت سره د یوې پټې معاملې پر سر د کندهار په لویه غونډه کې له ګډونه تېر شوی.

له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې مسیر، د ځينو سرچينو په حواله یادونه کړې، چې عطامحمد نور د یوې معاملې پر سر له تګه تېر شوی.

نور، د مزار هوايي ډګر کې د رسنیو په وړاندې په نورمال حالت کې وویل، حکومت ورته د تګ اجازه نه ده ورکړې او دا چاره له قانون سره په ټکر کې ده.

عطامحمد نور، چې کله کله د حکومت د کمزوري کولو ګواښونه هم کوي، د حکومت د دې چارې په مقابل کې په غوسه نه ښکارېده او نه يې هم د انتقام کومه یادونه کړې ده.

د سرچينو په وینا حکومت د کندهار د غونډې د کمرنګه کولو لپاره ځينو نورو مشرانو ته هم امتیازات ومنل، چې په دې غونډه کې باید له ګډونه تېر شي.

د کندهار غونډه تېره ورځ ترسره شوه، چې پکې د ملي شورا د غړو په ګډون ګڼو سیاسیونو برخه اخیستې وه او حکومت ته يې د خپل پنځه ماده‌يیز پرېکړه لیک د عملي کولو لپاره دوه میاشتې وخت ورکړ.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */