خبرونه

ټرمپ يو ځل بيا له روسيې سره د پټ جوړجاړي تورونه رد کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د روسيې د مداخلې تورونه رد کړي او زياتوي، چې د روسي ډيپلوماټاتو او حکومتي استازو ترمنځ هېڅ ډول پټه معامله يا جوړجاړی نه دی شوی.

د ډونلډ ټرمپ د ملي امنيت پخواني سلاکار مایکل فلین د تېرې جمعې په روځ څېړونکي کمېسیون ته اعتراف کړی و، چې د ۲۰۱۶ کال ولسمشريزو ټاکنو پر مهال او واک ته د ټرمپ له رسېدو مخکې ټرمپ په واشنګټن کې د روسيې له سفیر او نورو لوړپوړو ډيپلوماټانو سره ليدلي وو.

امریکايي رسنيو ويلي و، چې شونې ده، مايکل فلين به د څېړنو او پوښتنو پر مهال اعتراف وکړي، چې ټرمپ ده ته له روسي چارواکو سره د ليدو او جوړجاړي دنده سپارلې وه.

د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د روسيې د لاسوهنو په تړاو د څېړنو کميسيون مشر رابرټ مولر په دې اړه له مايکل فلین او نورو متهمو کسانو څخه څېړنې پيل کړي دي.

ډونلډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ د يوه ژورنالېست په ځواب کې ويلي، چې «موږ له روسانو سره جوړجاړی نه دی کړی او نه هم هرو ليدو ته جوجاړی وايي. څه چې ښکاره شوي د جوړجاړې او دسيسې لپاره شاهد نه بلل کېږي.»

د ټرمپ لپاره د اندېښنې ځای د جنرال مايکل راتلونکي اعترافات دي.

د خپلې واکمنۍ په لومړيو ورځو کې ډونلډ ټرمپ د ملي امنيت سلاکار مايکل فلين ايف بي ای ته د درواغو ويلو په تور له دندې ګوښه کړی و، خو اوس وېره لري، چې مایکل فلین به د ټرمپ پر ضد له روسيې سره د جوړجاړي په اړه شاهدي ووايي.

د ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ نور کال په پوره کېدو دی، خو په امریکا کې لا هم په ولسمشريزو ټاکنو کې د ټرمپ په ملاتړ د روسيې د مداخلو په اړه څېړنې روانې دي.

امریکايان په نړۍ کې خپل نظام د نورو لپاره ايډيال ښيي، خو تر اوسه هم د ډيموکراټانو ګوند او استخباراتي ادارې وايي، چې روسيې د ټرمپ په ملاتړ په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده او دا ټاکنې يې تر ډېره د روسيې په ملاتړ ګټلي دي.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */