خبرونه

ننګرهار: د ولسمشر غني ملاتړ غونډې ته نږدې چاودنې ۵ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):  د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې چاودنه شوې، د لومړنيو معلوماتو له مخې ۱۲ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

چاودنه نن له غرمې وروسته د شيرزي لوبغالي ته څېرمه د ولسمشر غني د ملاتړ غونډې ته نږدې شوې ده.

د لومړنيو معلوماتو پر اساس، په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي  او اووه تنه نور ټپيان دي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر پېښه تاييدوي وايي، چاودنه په موټرسايکل کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته شوې ده.

ځينو سرچينو ويلي، په دغې چاودنه کې د وژل شويو او ټپيانو تعداد له ورکړل شويو شمېر زيات دی.

تر اوسه د چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */