خبرونه

د جلال آباد ښار شېرزي لوبغالي ته نږدي چاودنه شوې

د ننګرهار چارواکو ویلي، چې چاودنه نن له غرمې وروسته رامنځته شوې ده .

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پېښې پخلی کړی او ویل شوي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې پېنځه کسه وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر پېښه تائيدوي او وايي، چاودنه په موترسايکل کې د ځای پرځای شويو چاودیدونکیو توکو له کبله رامنځته شوې ده.

ویل کیږي، چې نن له غرمې مخکې ۱۱ بجې په شېرزي لوبغالي کې د ولسمشر اشرف غني په پلوۍ یوه غونډه جوړه شوې وه، چې تر څیرمه یې دغه چاودنه رامنځته شوې ده.

تر اوسه د چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

تر دې دمه داهم معلومه نه ده، چې دا غونډه د چا لخوا جوړه شوې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ له غرمې مخکې د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند انعکاس تلویزیون ودانۍ ته څیرمه درې پرله پسې چاودنې وشوې، چې په کې د ملي امنیت ښاري مدیر او دوه سرتېري و وژل شوی او شپږ سرتېري ټپیان دي.


سرچینه: اریانا نیوز

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */