خبرونه

افغان پولې ته څېرمه د تاجکستان د سرحدي ځواکونو قومندان وژل شوی

راپورونه واېي، له افغانستان سره په پوله د وسله والو په برید د تاجکستان د سرحدي ځواکونو قومندان ډګروال خیرالدین احمدوف وژل شوی دی.

د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې ټاس روسي خبري آژانس ته ویلي، دا پېښه د افغانستان پولې ته څېرمه د شمس الدین شاهین په سرحدي سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې وسله والو کسانو د افغانستان له خاورې څخه د تاجکستان په سرحدي ځواکونو برید وکړ.

سرچینه زیاتوي،  په دغه برید کې د تاجکستان د سرحدي ځواک قومندان ډګروال خیرالدین احمدوف وژل شوی او ۴ نور پوځیان سخت ټپیان دي.

د سرچینې په خبره ۴ واړه ټپیان چې حالت یې نازک ښودل شوی، د پوځي هلیکوپترې له لارې پلازمینې دوشنبې ته انتقال شوي دي.

تر اوسه دا معلومه نه ده، چې دغه برید د هیرویینو د قاچاقبرانو لخوا ترسره شوی او که څنګه؛ خو د افغانستان او تاجکستان په سرحدي سیمو کې زیاتره د مخدره توکو قاچاقبرې ډلې فعالیت کوي.


سرچینه: محصلین ویب پاڼه

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */