خبرونه

د هوايي ځواکونو د سرطبيب د جنسي تېري قضیه تر کوم ځایه ورسېده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): نژدې يوه مياشت وړاندې د هوايي ځواک د سرطبيب ډګروال غلام رسول لغماني له لوري پر يوې نجلۍ د جنسي تېري کيسه په ورځپاڼو، ټلويزونونو او ټولنيزو شبکو کې توده وه، چې ډګروال غلام رسول د دندې ورکولو په بدل کې پر نوموړې نجلۍ تېری کړی و.

د جنسي تېري دغې خپرې شوې ويډيو د هېواد په ټولنيزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او خلکو غوښتنه وکړه، چې دغه ډګروال بايد محاکمه شي.

که څه هم ډګروال غلام رسول په يوه ويډيويي کليپ کې د ټولنيزو شبکو له لارې دغه تورونه رد کړي وو، خو د دفاع وزارت هوايي ځواک ويلي و، چې دغه قضیه به په جدي توګه وڅېړي او متهم ته به سزا ورکړي.

د دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش ويلي، چې ډګروال غلام رسول د پوځي چارواکو ځانګړې څارونوالۍ ته معرفي شوی او قضيه يې لا هم تر څېړنو لاندې ده، خو څارنووالۍ تر اوسه په دې اړه د رسنيو د پوښتنو ځواب نه دی ویلی.

داسې ښکاري، چې د ډګروال غلام رسول د جنسي تېري کيسه هم د نورو زورواکانو د سرغړونو او تېريو په څېر د تل لپاره تري تم شي.

که د ډګروال غلام رسول د جنسي تېري قضیه هم د نورو زور واکانو د تېريو په څېر همداسې ورکه شي، په هېواد کې به پر قضايي ارګانونو د خلکو باور نور هم له منځه ولاړ شي.

په دولتي ادارو او د عسکرو په ليکو کې د جنسي تېري پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي، حکومت هم په دې ستونزو اعتراف کړی، خو لا يې د مخنيوي لپاره په کوم ميکانيزم نه دی توانېدلی.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */