خبرونه

د امنیت شورا د مرستیال په توګه، د انورسادات ګمارنې ناندرۍ را پارولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ارګ سید انور سادات د امنیت شورا مرستیال ټاکلی، چې خواله رسنیو کې يې ناندرۍ را پارولې دي.

سید انور سادات چې په ولسي جرګه کې د سرپل د خلکو استازی هم پاتې شوی، د خپل وکالت پر مهال پښتون قوم ښکنځلی و.

سادات د ولسي جرګې په یوه غونډه کې پښتنو ته جګړه خوښي او په اخلاقي فساد ککړ خلک ویلي و.

د امنیت شورا مطبوعاتي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، سادات تېره ورځ رسماً پخپل کار پیل وکړ.

د نوموړي د معرفي په مراسمو کې د امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر خوښي څرګنده کړه او ويې ویل، حکومت د ځوانو کدرونو اهلیت ته په درنه سترګه ګوري.

خواله رسنیو کې د سادات ټاکنه پر یو خاص قوم تمسخر او ملنډې بلل شوې دي.

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند لیکلي: «خاین سادات چې کله پښتنو ته ښکنځلې وکړي، موږ یې خلاف لاریون وکړ، سادات ورک شو. خو مپکر له دوستم سره معامله کې لومړی د فاریاب والي کړ، اوس یې د اتمر مرستیال کړ، ارګ ته یې ننباسه، دا خیانت، له ټول افغان ولس سره خیانت دی!»

د ایام ابراهيمي په نوم یو تن بیا له څو استازیو پرته ټول پارلمان د پردیو جاسوسان بللي، هغه لیکلي :« الله دې دوی هلاک کړي، چې په پښتون قوم پسې خبرې کو زه چې څومره معلومات لرم، مکمل پارلمان د پردیو جاسوسان دي، بغیر له څو وکیلانو.»

سمیع الحق حیران لیکي، په حکومت کې چې څوک لوړه چوکۍ تر لاس کړي بیا يې د کړنو پوښتنه نه کېږي.

ستار ساپي افسوس کړی او لیکلي يې دي :« دا خو ډېر د افسوس ځای دی، دا کس خو باید له پارلمانه روغ نه وای وتل، که اوس دې کس ته په امنیت کې داسې دنده ورکول کېږي، باید مخه يې ونیول شي.»

حکومت وړاندې تر دې هم د قومونو تر منځ په تفرقه اچونه ملامت بلل شوی دی.

څو ورځې وړاندې د عامه نظم له قومندانۍ هغه مکتوب رسنیز شو، چې پکې یوې قطعې ته له تاجکو پرته د نورو قومونو د ځوانانو نیولو امر شوی و.

هغه مکتوب هم توند غبرګونونه را وپارول او ولس حکومت د قومونو تر منځ پر درز اچولو تورن کړ.

د شنونکو په باور ورته چارې د حکومت او ولس تر منځ یو څه پاتې باور هم له منځه وړلی شي.

 


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */