خبرونه

غني له داعش سره د دولتي چارواکو د اړیکو ادعا رد کړه

افغان ولسمشر غني له داعش سره د دولتي چارواکو د اړیکو ادعا رد کړه او وایي، چې که څوک د اړوند ادعاوو په اړه سند لري؛ باید، چې د هېواد محاکمو ته ورشي.

له ترهګرو سره د ځینو حکومتي چارواکو د ملاتړ خبرو د ولسمشر غصه راپارولې او په ښکاره یې د کندهار ناستې ته په نغوته کې ویلي، چې: مونږ د بیان آزادۍ ته درناوی لرو؛ خو، چې مسوولانه وي او هر هغه څوک، چې د حکومتي چارواکو او داعش د اړیکو ادعا لري، باید خپله ادعا په بشپړ ډاډ محاکمو ته وړاندې او ځان ډاډمن کړي او که نه ټیکری دې پر سر کړي او شرم دې وکړي.

ولسمشر غني دا هم څرګنده کړې؛ د هېواد په ۹ ولسوالیو کې داعش ځالې لرلې، چې بشپړې ړنګې شوې دي او اوس دغه ډله له افغانستان څخه د تېښتې په حال کې ده.

هغه زیاته کړې، چې پر داعش ۳۰۰ هوایي بریدونه د دې ښکارندویي کوي، چې رحم پرې نه دی شوی. په ۱۵۰۰ ځمکنیو عملیاتو کې یې سلګونه کسان وژل شوي او ۹ ولسوالۍ یې له ناپاکه وجوده هم پاکې شوې دي.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې پر امنیتي مسوولینو بشپړ باور لري او تر راتلونکیو څلور کلونو به دفاعي ځواکونه د ټینګ نظم لرونکي وي.

دی زیاتوي؛ د افغانستان ټول ملت ته اعلاموم، چې زما امنیتي او دفاعي تیم زما له بشپړ ډاد او باوره برخمن دی.  

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې په ورځ ملي دفاع وزارت ته د ۱۹ زره سرحدي ځواکونو مسوولیتونه ولیږدول شول.


سرچینه: اریانا نیوز

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */