خبرونه

ولسمشر غني له ښځو بښنه وغوښته

ولسمشر غني، د ملي وحدت حکومت ګوتنیوونکیو ته د ټیکري کلمې په کارولو، چې ناسم پوهاوی یې رامنځته کړی و؛ له ښځو بښنه وغوښته.

ولسمشر اشرف غني تېره ورځ ملي دفاع وزارت ته د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو د مسوولیتو د لیږد په ناسته کې د ملي وحدت حکومت پر ګوتنیوونکیو ورودانګل او په ډاګه یې کړه، چې مونږ د بیان آزادۍ ته درناوی لرو؛ خو، چې مسوولانه وي او هر هغه څوک، چې د حکومتي چارواکو او داعش د اړیکو ادعا لري، باید خپله ادعا په بشپړ ډاډ محکمې ته وړاندې او ځان ډاډمن کړي او که نه ټیکری دې پر سر کړي او شرم دې وکړي.

نږدې څلیريشت ساعته وروسته ارګ په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړه، چې د ولسمشر خبرې ناسمې تعبیر شوي او له همدې کبله له میرمنو بښنه غوښتل شوې او سپکاوی دې هم نه ګڼل کیږي.

دغه راز ارګ ومنله، چې که د میرمنو احساسات د تېرې ورځې پر خبره داغمن شوي وي؛ نو ولسمشر ترې بښنه غواړي.

د ولسمشر غني له لوري د تېرې ورځې څرګندونو توند غبرګونونه راوپارول، چې د ښځو د حقونو فعالانو نوموړی دې بښنې ته اړ کړ.

 


سرچینه: اریانا نیوز

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */