خبرونه

د امریکا په ښوونځي کې۶ کلن ترهګر! ونیول شو

د امریکا تکساس ایالت په پرلینډ ښار کې د ښوونځي یوه ښوونکي وروسته له هغه پولیسو ته احوال ورکړ، کله چې په ښوونځي کې دننه د یوه ګونګ مسلمان زده کوونکي له خولې څخه یې د «بُم» کلمه واورېدله.

مسلمان زده کوونکی محمد سلیمان ماشوم چې ایله شپږ(۶) کاله عمر لري، د ذهني کمزورۍ له کبله یې نه شو کولای پوره خبرې وکړي، نو د ښوونکي د پوښتنې په ځواب کې یې په ګونګۍ ژبه د «بُم، بُم، بُم» کلمه تکرار کړې او په اشارو یې پوهولی، چې خبرې نه شي کولای؛ خو متعصبه ښوونکي ددې پرځای چې خواخوږي ورسره وښيي، پولیسو ته یې خبر ورکړی، چې راشي او په ښوونځي کې یو شپږ(۶) کلن ترهګر! ونیسي.

د وړوکي محمد سلیمان پلار پولیسو ته ویلي، چې زوی یې د ذهني کمزورۍ په وجه خبرې نه شي کولای او د ښوونکي دا خبره چې زوی یې ترهګر دی له حقیقت څخه لرې ده: « دا حقیقت نه لري، هغه کسان چې وړوکی او ګونګه ماشوم ترهګر بولي، هغه احمقان او توپير پالونکي دي»

د امریکاېي ښوونکي له دغې ادعا وروسته پولیسو د وړوکي محمدسلیمان د قضیې په هکله پراخې څېړنې پیل کړي، چې ښوونکی هم ددغو تحقیقاتو په لړ کې شامل دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې د امریکا په ښوونځیو کې مسلمانو زده کوونکو ته توهین آمیزه القاب کارول کیږي او پولیس ورڅخه پوښتنې ګروېګنې کوي، تردې وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې هم د تکساس ایالت کې یوه ښوونځي کې د محمداحمد په نوم وړوکی مسلمان مخترع له دې امله پولیسو زنداني کړ، چې ښوونځي ته د خپل لاس جوړ کړی ساعت راوړی ؤ.

که څه هم محمداحمد وروسته پولیسو خوشې کړ او د امریکا د هغه وخت د ولسمشر بارک اوباما لخوا وستایل شو؛ خو لاهم امریکاېي ټولنه د مسلمانانو پر وړاندې یوه له تبعیضي ټولنو څخه شمېرل کیږي.


سرچینه: محصلین ویب پاڼه

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */