خبرونه

د عامې روغتيا وزارت: افغانستان کې د ايډز ناروغي د پراخېدو په حال کې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په هېواد کې د “اچ آی وي” يا ايډز ناروغي د پراخېدو په حال کې ده.

د دغه وزارت مرستیال فدا محمد پیکان نن په کابل کې د ايډز پر ضد د مبارزې د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه وويل، په روان ۲۰۱۷مېلادي کال کې د ايډز ۲۳۲ پېښې ثبت شوي دي.

په داسې حال کې چې په تېر ۲۰۱۶ميلادي کال کې د ايډز د ناروغانو شمېر ۲۰۴ تنه و او سږ کال ۲۳۲ کسانو ته لوړ شوی دی.

هغه وويل، له ۱۹۸۹ نيولې تر ۱۳۹۶م کال پورې په ټول هېواد کې د ايډز د ناروغۍ ۲۵۲۲ پېښې په عامې روغتيا وزارت کې ثبت شوي دي.

هغه زياته کړه، په سلو کې ۷۵ فيصده نارينه، ۲۵ فيصده مېرمنې او ۵۴ تنه يې ماشومان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ايډز ناروغي د نامشروع جنسي اړيکو، استعمال شويو ستنو او له يو کس نه بل ته د وينې د ورکړې له لارې انتقالېدلی شي.

د روغتيايي مسئولينو د وينا له مخې که پر وخت خلکو ته د دغه ناروغۍ د درملنې او مخنيوي لارې چارې ونه ښودل شي نو ايډز به ټول هېواد کې لا نوره پراختيا ومومي.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */