خبرونه

ولسمشر غني سبا ته ازبکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ټاکل شوې ده چې سبا دوشنبه ولسمشر غني په یوه رسمي سفر ازبکستان ته ولاړ شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني د ازبکستان د ولسمشر شوکت مرزایووف په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.

د دغه سفر په ترڅ کې به دواړه ولسمشران یو شمېر تړونونه هم لاسلیک کړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو ولسمشران پر اوږد مهاله همکاریو، پر یو شمېر سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوعاتو هم خبرې اترې وکړي او هوکړه لیکونه هم به لاسلیک کړي.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني به بخارا ته هم ولاړ شي او د بخارا پوهنتون محصلینو ته به وینا هم وکړي.

یاده دې وي په روانه اوونۍ کې د ملي یووالي حکومت دواړه مشران د بهرنیو هېوادونو په سفرونو وتلي وو.
ولسمشر غني اذربایجان ته د اسیا زړه غونډه کې د ګډون په موخه باکو ته تللی و او اجراییه مشر د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې سوچي ښار ته تللی و.

ولسمشر غني ازبکستان ته داسې مهال رسمي سفر کوي، چې د هېواد دننه یې پر ننګه او ضد سترې غونډې روانې دي.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */