خبرونه

هغه کسان، چې نور له داعشه پر ملاتړ تورنوي؛ ځان له مسوولیته خلاصوي-دانش

د ارګ په سلام خانه کې د اسلام د ستر پیغمبر د مبارک میلاد په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ولسمشر دوه یم مرستیال د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په ننګه وویل: هغه کسان له مسوولیته ځان خلاصوي، چې پر لوړ پوړیو چارواکو له داعش د ملاتړ تورونه لګوي.

پر حکومت د مخالفو سیاستوالو نیوکې دا دي، چې طرحو او وړاندیزونو ته یې پاملرنه نه کیږي؛ خو د ولسمشر دوه یم مرستیال محمد سرور دانش وايي؛ حکومت تیار دی، چې د خلکو سالم وړاندیزونه په پام کې ونیسي.

ولسمشر په دغو مراسمو کې خلک د ستر پیغمبر محمد ص له کړنلارو پیروۍ ته راوبلل او زیاته یې کړه، چې دیني عالمان د ثبات لپاره مهم اصل دی.

ولسمشر له دیني عالمانو وغوښتل، چې د ممبر له لارې د هېواد په سوله کې خپل رول ولوبوي. خلک هم له دیني عالمانو تمه لري، چې د روانو ناخوالو په اړه خپلې دیني پرېکړې له خلکو سره ګډې کړي.

خبریال: علی اصغري


سرچینه: اریانا نیوز

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */