افغانستان

ایران: افغانستان، پاکستان او عراق ته د برېښنا صادرات ډېروو

(سپوږمۍ راډیو):

ایران: افغانستان، پاکستان او عراق ته د برېښنا صادرات ډېروو

 د ایران د انرژۍ وزير رضا اردکانین وايي، هېواد یې د ۲۰۰۰ میګاواټه صادراتي برېښنا د تولید ظرفیت لري. دده په خبره دمګړی یې د سیمې له هېوادونو سره خبرې پیل کړې دي چې ددغه برېښنا د پلور او صادراتو پر سر هوکړې ته ورسره ورسېږي او یوه منظمه برېښنايي شبکه رامنځ ته کړي. دده په خبره د برېښنا ښه مشتریان یې افغانستان، پاکستان او عراق دي. نوموړي زیاته کړې چې یادو دریو هېوادونو ته به یې د برېښنا صادرات ډېر کړي او په دې توګه به یې د هېواد د برېښنایي سکتور صادرات هم ډېر شي. نوموړي زیاته کړې چې له روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره هم د ایران مذاکرات روان دي څو وکړی شي له یادو هېوادونو سره د یوې هوکړې له مخې د برېښنا منظمې او پراخې شبکې جوړې کړي. افغانستان په جنوبي ولایتونو کې له ایران برېښنا وارده کړې ده. دغه برېښنا وخت ناوخت له ایراني لوري قطع کېږي او په شپو شپو یې راتګ ځنډېدلی وي.