افغانستان

بیات بنیاد د سید جمال الدین له منځني ښوونځي سره مرسته وکړه

(اریانا نیوز):

بیات بنیاد د خپلو بشردوستانه مرستو پر دوام دا ځل د سید جمال الدین له منځني ښوونځي سره مرسته وکړه.

بیات بنیاد د پوهنې په نظام کې د ستونزو کمولو په موخه یو لړ خدمتونه په پام کې نیولي دي، د همدې موخې په خاطر د دې بنسټ مرستې د سید جمال الدین منځني ښوونځې ته ورسیدې.

په دې مرستو کې بېوزلو زدکوونکیو ته بوټونه، درسي او خوراکي توکي وېشل کیږي، چې د بېوزله ماشومانو د چټکې ودې لپاره ګټور دي.

د بیات بنیاد لوی مشر وایي؛ دغه بنسټ په پام کې لري، چې د ښوونځیو په بیا رغاونه کې هم ونډه واخلي.

د بیات بنیاد لوی مشر داکتر احسان الله بیات زیاتوي، په دې مرستو کې خوراکي توکي، البسه، قرطایسه او د لوبو وسایل شامل دي.

د سید جمال الدین منځني ښوونځي مدیر الله محمد رحیمي که څه هم د کابل په اړوند ښوونځیو کې د کمو امکاناتو په تړاو اندېښنه ښيي؛ خو وایي، د بیات بنیاد دغه مرستې د ماشومانو هڅونې ته ګټورې دي.

د ښوونځي زدکونکی نایل له دې مرستو مننه کوي او غواړي، چې نور خیریه بنسټونه هم له زادوونکیو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد د کال په بېلابېلو موسمونو کې بېلابيلو ولایتونو کې بشردوستانه مرستې کړي دي او مالي مرستې یې له یوې نیمې لسیزې راهیسې اړو او بېوزلو کسانو سره دوام لري.