افغانستان

کابینې د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودجې مسوده په پرنسیپ کې تائید کړه

(خامه پریس):

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر وایي د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډې په ترڅ کې د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودجې مسوده په اصولو کې تائید شوی دی.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د اجنډا مطابق د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۸ مالي کال د بودجې مسوده غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د ۱۳۹۸ مالي کال د بودجې مسوده په پرنسیب کې تائید او مالیې وزارت یې موظف کړ چې یاده بودجه دې د وزیرانو او دولتي ادارو له رئیسانو سره په همغږۍ د غونډې د یادونو مطابق بیا وګوري او پړاونه دې بشپړ کړي.
د ارګ ماڼي له مخې، د کابینې غونډې دغه راز وزارتونه او دولتي ادارې موظف کړل چې په لګښتونو کې د سپما د اصل په پام کې نیولو سره د تجملي وسایلو له پېرلو څخه ډډه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي ”وروسته د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۷ مالي کال په انکشافي بودجه کې د(۱۰۴۳۶۸۹۶۸۹) یومیلیارد او درې څلوېښت میلیونو شپږ سوه نهه اتیا زره او شپږ سوه نهه اتیا افغانۍ غونډې ته مطرح کړې چې کابینې تائید کړې. “
خبرپاڼه زیاتوي ”دغه راز د مالیې وزارت سرپرست او مالي معین د ۱۳۹۷ مالي کال په ملي بودجه کې د دې وزارت تعدیلات غونډې ته وړاندې کړل چې کابینې تائید کړل. “

Tags