افغانستان

د جنرال عبدالرازق د ترور د قضیې په اړه د ملي امنیت رئیس څرګندونې او د مسلمیار عکس العمل

(خامه پریس):

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د کندهار د پېښې په تړاو د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي پر وروستیو څرګندونو عکس العمل وښود.
ښاغلي مسلمیار په دې وروستیو کې د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته یلي چې ”حکومت باید د شهید جنرال عبدالرازق د شهادت قضیې د څرنګوالي په تړاو ملت ته لازم وضاحت ورکړي ځکه د ملي امنیت د رئیس پرونۍ څرګندونو د خلکو پوره قناعت ندی حاصل کړی، د شهید جنرال رازق د کورنۍ سره د غمشریکۍ په موخه به د مجلس یو پلاوی کندهار ولایت ته سفر هم ولري. “
ښاغلي ستانکزي د دوشنبې په ورځ کندهار ولایت د خبل سفر پر مهال په یوه خبرې ناسته کې وویل، چې پر جنرال عبدالرازق بریدګر د جعلي نوم او پېژند پاڼې او شخصي تضمین پر مټ د کندهار والي د ساتونکی په توګه په دنده ګمارل شوی و.
د ملي امنیت ریاست مشر زیاته کړه، چې نوموړی بریدګر له بریده شاوخوا پنځه دقیقې مخکې له پولې هاخوا له ځینو کسانو سره د ټیلیفوني تماس له لارې خبرې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د تیرې پنجشنبې په ورځ په یوه برید کې ووژل شو.
په دغه برید کې د کندهار د ملي امنیت ریاست مشر جنرال عبدالمومین حسین خیل هم ووژل شو.

Tags