افغانستان

د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې په اړه د ناټو عمومي منشي ژمنه

(خامه پریس):

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي چې دغه سازمان متحدین د افغانستان د سولې له بهیر سره مرستو ته ژمن دی.
نوموړی پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکس ښار کې خبریالانو ته وویل، چې د وسلې په برخه کې د ناټو مهمه ونډه دا ده چې وسله والو طالبانو او نورو وسله والو ته یوه ښکاره پیغام ورکړو چې د جګړې په ډګر کې نشي بریالي کیدای.
ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه، چې له همدې امله د ناټو سازمان افغان ځواکونه روزي، سلا مشوري ورکوي او ملاتړ یې کوي ترڅو دوی وتوانېږي طالبانو ته ښکاره چې دوی نشي کولای د جګړې په ډګر کې بریالي شي او دوی باید د سولې خبرو میز ته کښیني.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې تیزې شوي دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد شاوخوا دوه اوونی مخکې د طالبانو له استازو سره کتلي و.
د روان میلادي کال په جولای میاشت کې هم د امریکا یوه لوړپوړي په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازو خبرې کړې وې.

Tags