افغانستان

طالبان: بدخشان کې حکومتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

(طالب نیوز):

badakhshan we

طالبانو خبر ورکړی دی چې د بدخشان ولایت په کران اومنجان ولسوالۍ کې  دوه ورځې مخکې هغه مهال په حکومتيعسکرو پراخ تعرضي عملیات ترسره شول چې د امام په نوم یو تن ځایي قومندان له خپلو ۷۰ تنو مسلح افرادو سره له طالبانو سره یوځای شو.

طالبانو ویلي د بدخشان په ولایت کېد قومندان امام د حمایت لپاره ګڼ طالب سرتیري سیمې ته ولیږل شول اود دښمن په عسکرو باندې يې پراخ عملیات  ترسره کړل.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د جګړې په نتیجه کې تر اوسه پورې د اوپراسیون د آمر په ګډون ۱۷ عسکر وژل شوي، ګڼ شمیر نور ټپيان دي، او ټولې سیمې د د حکومتي ځواکونو له شتون څخه پاکې شوې دي.

طالبانو ویلي په ټوله جګړه کې د دوی ۳ سرتیري وژل شوي او ۳ نور ټپیان دی.

بلخوا ځایي چارواکو هم د جګړې تایید کړی دی او  وايي په کران اومنجان ولسوالۍ کې يې تر ۵۰ تنه پورې طالبان وژلي دی.

خو طالبانو د چارواکو دغه خبره تشه ادعا بللې او وایي چې حکومت د خپلو تلفاتو د پټولو لپاره دا رنګه کاذبې اوازې خپروي.

Tags