افغانستان

غزنی: د معارف تښتول شوي کارکوونکي او ښوونکي ازاد شول

(طالب نیوز):

ghazni walayat

طالب نیوز ــ د غزني امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې د وسلوالو له لوري تښتول شوي ټول ښوونکي او او د معارف کارکوونکي ازاد شوي دي.
ویل کیږي، چې: وړمه ورځ ۱۲۵ تنه ښوونکي او د معارف کارکوونکي د طالبانو له لوري برمته شوي و، پرته له کومې معاملې خوشې شوي دي.
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت هم تائیدوي، چې د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ ټول ۱۲۰ ښونکي او د معارف کارکونکي د طالبانو له منګولو خوشې شوي دي.
نوموړې وویل: وسلوالو غوښتنه کوله، چې زموږ د ښوونکو تنخوا دې؛ هغوی ته د معتمدینو له خوا ور توزیع شي؛ څو طالبان یو اندازه مالیه ترې واخلي.
په ورته وخت کې نزهت وايي: یاد مسؤلین او ښوونکي د قومي مشرانو او د غزنې د ښوونځیو د شورا د غړیو په منځګړیتوب خوشې شوي.
بل لور ته د ګیرو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي: د وسله والو یوې ډلګۍ له تیرو څو ورځو راهیسې په یاده ولسوالۍ کې ټول ښوونځي تړلي دي.
خو طالبان بیا دغه ټولې څرګندونې ردوي.
د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي: په ګیرو ولسوالۍ کې د طالبانو له لورې هیڅ ښوونکی نه دی برمته شوی.
هېره دې نه وی، چې ګیرو له شلګره وروسته د غزني تر ټولو زیاته نا امنه ولسوالۍ ده، چې د انجونو له پاره هیڅ ښوونځی نلري.
سهیل احمد

Tags