خبرپاڼې

د محترم الحاج ملا عبدالغني برادر د راخلاصیدو په اړه د اسلامي امارت  اعلامیه

(الاماره):

په خوښۍ سره باید ووایو چې د اسلامي امارت پخوانی مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر  چې له تیرو نهو کلونو څخه په پاکستان هېواد کې بندي وو، له زندان څخه را خلاص شو.
اسلامي امارت د دغې لویې لاسته راوړنې په اړه خپل ټول ملت، مجاهدینو او مخلصینو ته مبارکي وايي، او  الحاج ملا برادر اخند ته اوږد عمر او د دین د ښه خدمت کولو توفیق غواړي.
واقعا چې د اسلامي امارت په مشرانو باندې د مبارزې او جهاد په جریان کې خورا ستر امتحانونه او تکلیفونه راغلي، خو داچې ثابت قدمه پاتې شوي، صبر يې کړی او هرتکلیف يې د الله تعالی د رضا لپاره او د خپل هیواد د آزادۍ په منظور منلي دی، د افتخار وړ خبره ده، له الله تعالی څخه خپلو مشرانو، مجاهدینو او هیوادوالو ته نور له مصیبتونو څخه د بشپړ خلاصون غوښتنه کوو، الله رب العزت مو دې د  هېواد استقلال او د اسلامي نظام حاکمیت په نصیب کړي.
د ټولو مسلمانانو د خوشحالۍ په خاطر دا یادونه ضروري بولو چې د محترم ملا برادر اخند صحت ښه دی او بله داچې د هغه د خلاصون په سلسله کې هیڅ راز معامله او واسطه نه ده رامنځ ته شوې، یواځې د خپل مظلوم ملت دعاګانې او د لوی الله نصرت او رحمت یې د خلاصون ذریعه ده.
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۴۰/۲/۱۶هـ ق
۱۳۹۷/۸/۳هـ ش ــ2018/1025م

The post د محترم الحاج ملا عبدالغني برادر د راخلاصیدو په اړه د اسلامي امارت  اعلامیه appeared first on الاماره.