نړۍ

ټرمپ پوتین ته د واشنګټن د سفر بلنه ورکړې

ټرمپ پوتین ته د واشنګټن د سفر بلنه ورکړې

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وايي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یې د ډونالډ ټرمپ هغه پیغام ورساوه چې هغه ته یې په ۲۰۱۹ کال کې واشنګټن ته د سفر بلنه ورکړې. جان بولټن په ایروان کې وویل چې پوتین ته یې د ټرمپ بلنلیک د روانې اونۍ په پیل کې مسکو ته د سفر پر مهال وسپاره. خو بولټن همداراز یادونه وکړه چې د پوتین او ټرمپ سلاکاران په نوامبر میاشت کې په پاریس کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو د سلمې کلیزې په مناسبت د نړۍ د مشرانو په غونډې کې د دواړو ولسمشرانو د کتنې پر جزییاتو کار کوي. بولټن په داسې حال کې روسیې ته سفر وکړ چې د ټرمپ ادارې د اټومي وسلو د مخنیوي له تړون نه د امریکا د وتلو اعلان وکړ.

 

سرچینه: سپوږمۍ راډیو