نظر او تحلیل

ننګرهار بیا په وینو رنګ شو

نوري

ننګرهار بیا په وینو رنګ شو. په تېرو څو  اونیو اومیاشتو کې دننګرهار په بېلابیلو ولسوالیو کې لویې غمیزې رامنځته شوې، داسي فاجعې چې زیاتره قربانیان یې بې دفاع ښځې او ماشومان وو او متاسفانه  لاهم همدا دوحشت او ظلم لړۍ روانه ده.ددې لړۍ وروستۍ غمیزه روداتو کې رامنځته شوه.

رسنیو لیکلې چې دننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ دشهیدانو په کلي کې دکابل رژیم ځانګړو ځواکونو دشپې مهال چاپه وهلې. دچاپې په مهال یې ۱۶ تنه ملکي هیوادوال چې ماشومان هم پکې دي شهیدان کړي. ددې پیښې په غبرګون کې خلکو دجلال اباد- تورخم لار څو ساعتونه دترافیکو پرمخ تړلې وه. دشهیدانو جسدونه یې د لویې لارې پر سر ایښي وو او ددې وحشت دعاملینو سزا یې غوښته.

د لاریون کونکو له ډلې یوه وویل چې:« زما ګناه معلومه نه ده، خوته زما پر کور راوختلې،موږ دې ووژلو،موږ انصاف غواړو»

ددې پیښې په اړه دکابل ادارې ولایتي مسولینو ویلې چې په سیمه کې دملي امنیت ځواکونو عملیات کړي او همداپیښه رامنځته شوې ده. په پیښه کې  دکابل ادارې چارواکو دماشومانو په وژلو هم اعتراف کړی، خو دتل په شان یې ویلې چې سیمه ته یې دپلټنې په موخه یو پلاوی استولی دی.

له دې پیښې دوې ورځې وړاندې هم دیاد شوي ولایت د سره رود ولسوالۍ کې همدې ځانګړو قاتلانو ۵ تنه ولسي وګړي شهیدان کړل. خلکو دشهیدانو جسدونه دولسوالۍ مخې ته یووړل او دخپلو قاتلانو دمحاکمې غوښتنه یې کوله،خو چا یې په اعتراض غوږ هم ونه ګراوه.

یوناما چې افغانستان کې دملګرو ملتونو نمایندګي کوي، ویلي چې په تېرو ۶ میاشتو کې  دکابل رژیم امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰۰  ډير ولسي وګړي شهیدان اوټپیان کړي دي.همداراز څه موده وړاندې یوناماپه یوه راپور کې وویل چې په روان کال کې په هوایې بریدونو کې دولسي وګړو تلفات ۵۲ سلنې ته رسیدلي دي.

په ډير تاسف سره هره ورځ  دهیواد په لراوبر کې دیرغلګرو او کابل ادارې له لوري ملکي وګړي شهیدانیږي، کورونه او کار ځایونه یې ورانیږي. دبشري حقونو ټولنې او سازمانونه باید دروان قتل عام په مخنیوي کې لازم اقدامات وکړي. دوی باید خپل رسالت اومسؤلیت په سمه توګه اداء کړي. ددوی چوپتیا دافغان ولس دښمن اوقاتل ته نور هم جرئت  ورکوي چې خپل وحشت لا پسې پراخ او اوږد کړي.

اسلامي امارت یو ځل بیا اعلانوي چې دخپل مظلوم ولس له ټولو حقونو دفاع  ته ژمن دی.له بزدله یرغلګر او ګوډاګي دښمنه به هرومرو دخپلو هیوادوالو غچ اخلي. دښمن که پر ځان هر څومره ډير دېوالونه راوګرځوي. داتلو مجاهدینو له ګوزارونو به خلاص نشي.غازیان به یې په پټنځایونو ورننوځي او هلته به یې دکړو جرمونو په  سزا رسوي.

ان شاء الله العزیز

سرچینه: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز