نظر او تحلیل

آيا ملا برادر به د برادر په وژلو سوله وکړي؟

په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ له ١٧ کالو راهيسې جګړه روانه ده، کله ناکله پکې امريکايي، ناتو، د بشر د حقوقو نړيواله اداره او افغان حکومت په پڅه خوله د سولې نوم هم واخلي، تر هغې د سولې په اړه عارضي پلان ګړنجوي چې افغانان تر واورو په سړه سوله بې باوره کړي.

دا حقيقت له افغانانو علاوه نړيوالو هم درک کړى دى چې پر افغانانو امريکا جګړه ورتپلې ده، ورځ تر بلې يې د پوځونو په زياتوالي سختوي، خو د تودې جګړې په منځ کې  د سولې سړه اوږره ويشل به ترکومه دوام ولري.

د تيرو ١٧ کالو تجربه ده چې کله امريکا په افغانستان کې د سولې کوم نوی پلان وړاندې کړي جګړې او مرګ ژوبلې ته هم زور ورکړي. د افغانستان او مرکزي اسيا لپاره د امريکا په نوې پاليسۍ کې د سولې هيڅ يادونه نه ده شوې، ټول ټينګار په جګړه شوی دى او ټرمپ هم په افغانستان کې د خپلو او ناټو پوځونو د هغه وخت قوماندان نيکولسن ته ويلي وو چې بهرني او افغان پوځونه اختيار لري چې په خپله خوښه چې هر ځای وغواړي، بمبار او عمليات وکړي.

په افغانستان کې د امريکا او ورپسې د افغان پوځونو شپنيو عملياتو په دوام افغان ولس هره ورځ او اونۍ د غم په ټغر ناست وي، هره ورځ یې د شپنيو عملياتو په دوام له کورونو جنازې پورته کيږي، خو د يوه ځانګړي پلان له مخې د سولې نوم هم  لر بر کوي.

اوس د امريکا نوې طرحه دا ده چې د زلمي خليلزاد په استازيتوب په افغانستان کې د پلان له مخې د سولې په نوم  جګړه نوره هم وغځوي، له پاکستانه یې د زلمي خليلزاد په ليږلو د ملابرادر د پريښوولو غوښتنه وکړه، د دې لپاره چې طالبان او ټول افغان ولس د ملابرادر له زندانه په خلاصون پر سوله باوري شي.

په افغانستان کې جګړه باوري ده، خو په سوله خپله افغان حکومت هم باور نه لري او نه یې واک شته چې له طالبانو سره سوله وړکړي، په افغانستان کې روانه جګړه که څه هم اوس یې نړيوال اړخ خپل کړی دى، د امريکا او طالبانو (افغان ولس) تر منځ جګړه ده، اشرف غني ته يواځې فاتحې ورپاتې دي.

کندهار ته اشرف غني ولاړ، څو جذباتي خبرې یې وکړې، پلاوی به یې هم لکه د نورو عملياتو او شهادتونو په څير کابل ته ستون شي، هر څه به ورته څرګند شي، خو حکومت له دې هر څه درس او عبرت نه اخلي، مګر ترکومه به خپل ولس د عملياتو په نوم په خپلو وينوکې لمبوي.

په افغانستان کې چې هره پيښه وشي، بې له دې چې خواوې او عوامل یې وڅيړل شي، پر پاکستان ګوته پورته کړل شي، د غمځپلې کورنۍ سره په څو جذباتي خبرو د هغوی حوصله افزايي وشي، خو دا کيسه له ډيره پخوا روانه ده، چې څو ورځې وروسته بيا  د بل ورته غم په راپيښيدو له ياده ووځي.

په افغانستان کې هغه وخت سوله راتلاى شي چې ملا برادر سولې ته پريښوول شي، برادر له برادر (افغانانو) سره خپل غم  شريک کړي، برادر له برادر سره په ناخوالو فکر وکړي او برادر د برادر د برخليک غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړای شي.

که امريکا غواړي  د ملابرادر په خلاصون سوله وکړي؛ نو په هيواد کې په بيلابيلو زندانونو کې د ملابرادر له برادرانو سره دې د برادر سلوک وکړي، نه دا چې په ملابرادر سوله کوي او د ملابرادر برادران (طالبان) دې په زندانونو کې له ناڅرګند برخليک سره په تورو کوټو کې شپې سباکوي.

که امريکا د ملابرادر برادران  په يو او بل نوم وژنې او له ملابرادره د سولې تمه کوي؛ نو امريکا دې په دې هم پوهه شي چې په برادر وژنه هيڅ وخت سوله نه شي راتلاى.

سرچینه: کابل ټکی کام