نظر او تحلیل

ملا برادر اخند څوک دی او څنګه آزاد شو ..؟!

موسی فرهاد

وړمه ورځ چهارشنبه 24 اکتوبر 2018 لوړ پوړی طالب مشر ملا عبدالغني برادر له 8 کاله بند تیرولو وروسته د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې له زندان نه ازاد شو.

که څه هم ځينو رسنيو پنځه ورځي وړاندي د نوموړي د ازادېدو راپورونه ورکول، خو حقیقت دا دی چې هغه وړمه ورځ له زندان نه خوشی سو، طالبانو او کورنۍ یې رسمًا تأیید وکړ.

لنډه پیژندنه یې:

47 کلن ملابرادراخند چې اصلي نوم یې ملاعبدالغنې دی، د ارزګان دېراوت (دهراوود) ولسوالۍ یې د پیدایښت ټاټوبی دی. په ديني مدرسو کي زده کړې یې د روسي یرغل په وړاندي په جهاد کې د شرکت له امله نیمګړي پاتي شوي.

نوموړی په قوم پوپلزی دی. پوپلزی قبيله د ستر کندهار له لویو ټبرونو څخه شمیرله کیږي.

له سره پوځ سره د افغان جهاد پرمهال ملا بردار د مولوي محمد يونس خالص په مشرۍ له اسلامي ګوند سره تنظیمي تړاو درلود.

په 1993م کال کې کله چې د ملامحمدعمر مجاهد په مشرۍ، د تنظیمي آنارشیزم په وړاندي د طالبانو تحريک رامنځته شو، نو ملا بردار اخند يې د لومړیو لیکو له مخکښو قوماندانانو څخه یو ګڼل کیده.

په 2001م کال کې د امریکایی یرغل په نتیجه کې د طالبانو له واکه د لري کیدو وړاندي نوموړی د دفاع وزارت مرستيال، او وتلی جنګي قومندان و.

په 2003م کال کې ملامحمد عمر مجاهد رح، ملابرادر او مرحوم ملاعبیدالله اخند خپل مرستیالان وټاکل او له سره یې د امریکایی یرغل په وړاندي د جهادي لیکو د تنظیمولو لارښوونه ورته وکړه. چې تر نیول کیدو پوري یې هغه دنده مخته یووړه.

په 2010 کال کې نوموړی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پاکستان او امریکا د ګډو استخباراتي ادارو له لوري ونیول شو. پرون د اکتوبر 24- 2018م کال په اسلام آباد کې له بنده آزاد شو.

له بنده د آزادیدو جریان یي:

طالبانو په خپله رسمي اعلامیه کې د ملابرادر اخند آزادي د ځان یوه لویه لاس ته راوړنه ګڼلي، او په عین حال کې یې دا هم رد کړی چې ګویا د نوموړي د خلاصون په سلسله کې دې کوم راز معامله او واسطه رامنځ ته شوې وي »

پخوا هم څو ځله د ده د را خلاصیدلو آوازې رسنیزي شوي، خو هرځل ناسمي ثابیتیدلي، په 2013م کال کې د پاکستان له زندان نه یوشمېر طالب مشران او د منځنۍ کچې قومندانان په داسي حال کې راخوشي شول چې د امریکا او افغان حکومت له لوري په قطر کې له طالبانو سره د خبرو اترو آوازې ګرځیدي.

په دغه لیست کې لومړی د ملابرادر نوم هم و، خو وروسته پاکستانی چارواکي د هغه له خلاصون نه انکار وکړ او ویې ویل چې د امریکا له اجازې پرته د هغه خلاصول ناشونی دی.

اوس چې یوځل بیا امریکا په یوازي سر اماده شوي چې له طالبانو سره مخ په مخ مذاکرات وکړي، ترڅو د افغانستان اتلس کلن اشغال، جنګ او جګړو ته د پای ټکی کښیږدي. په همدې خاطر د ټرمپ ادارې ځانګړو نمایندګانو یو په بل پسي په قطر کې له طالب استاځو سره ناستي وکړي.

لومړی الیس ویلز او بیا خلیلزاد ورسره ولیدل، چون د مذاکراتي پروسې د بریا او د هغې لپاره د اعتماد سازۍ فضاء د رامنځ ته کولو لپاره؛ ویل کیږي چې طالبان همیشه لومړی د بندیانو د خلاصون غوښتني کوي.

له خلیلزاد سره د وروستیو لیدنو کتنو په پایله کې د ملابرادر د خلاصون پریکړه شوي چې پرون په پاکستان کې له 8 کلن بند وروسته آزاد شو.

د طالبانو یوې سرچینې په دې اړه راته وویل: « د امارت مشرانو پخوا هم څو ځله د خپلو دیپلوماتیکو استاځو په وسیله له پاکستاني چارواکو نه د ملا برادر او نورو خپلو بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې وه، هغوئ په جواب کې ویل چي زموږ د وس کار نه دی د نوموړي دوسیه له امریکایانو سره ده. دا ځل چي یې له خلیلزاد سره خبر مطرح کړه هغه ورسره ومنل او پاکستان ته یې د خلاصون امر وکړ.»

له بلي خوا ایکسپریس، دېنیشن او ځینو نورو پاکستانیو ورځپاڼو هم ویلي چې ملابرادر یې د امریکايی چارواکو او د قطري حکومت په غوښتنه خوشی کړی ، ورځپاڼو که څه هم د امریکایی چارواکو په اړه تفصیل نه دی ورکړی خو د قطر د امیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني نوم یې یاد کړی چې وایی د نوموړي په مشرۍ پلاوي د اسلام اباد د سفر پر مهال د ملابرادر د خلاصون غوښتنه کړي وه.

روغتیایی حالت یې

ځینو رسنیو خبر ورکړ چې د ملابرادر صحي وضعیت د اندیښنې وړ دی، هغه په زندان کې په ګڼو ناروغیو اخته شوی دی. څرنګه چې محبس طبعاً له آسانتیاوو بې برخي وي او د بندیانو صحت پکي خرابیږي، خو د پاکستان زندانونه په ځانګړي ډول د آسانتیاوو له پلوه بې ساري بلل کیږي؛ ځکه یې زندانیان اکثراً په لاعلاجه ناروغیو اخته کیږي.

له همدې ځایه ده چې د ملابرادر د صحت په اړه هم ګنګوسي خپري شوي، مګر د طالب سرچینو او د ملابرادر اخند د کورنۍ د غړو له قوله ، د نوموړي صحت سم بلل شوی، هیڅ داسي یوه ناروغي نلري چې هغه دې ستونزمنه او لاعلاجه وي.

د طالبانو یادې موثقي منبع وویل چې: « هغه مریض دی البته مریضي یې د اندیښنې وړ نه ده، بلکې فقط د سکین (جلد) یا پوستکي معمولي ناروغي ورته رسیدلي چې اوس یې علاج پیل شوی او ډاکټرانو یې د علاج پوره ډاډ ورکړی دی. نوره د اندیښنې وړ کومه ناروغي نلري.»

د طالبانو سیاسي بریا

ډېری شنونکي په دې باور دي چې د ملا عبدالغني برادر خلاصون د طالبانو یوه لویه سیاسي لاس ته راوړنه ګڼله کیږي، دا ځکه چې د افغانستان په اولس کلن اشغال کې دا څویم تنزل دی چې امریکا د خپل اصلي حریف (طالب) په وړاندي ورته اړ ایستله کیږي. امریکا د یرغل په آوایلو کې حتی دې ته هم تیاره نه وه چې طالب د یو سیاسي او یا پوځي موجود په حیث ومني، د دیپلوماتیک ادرس ورته منل، د اسیرانو تبادله، په غیر رسمي غونډو کې ورسره اشتراک، په نامستقیم ډول د طالب په وړاندي د خپل پوځي شکست څرګندول، بالاخره مخ په مخ ډایلاګ ته امادګي ښودل او بیا د یو اړخیز سیاسي تفاهم په پایله کې د ملابرادر غوندي مهم شخصیت خوشي کول، دا په ډاګه کوي چې امریکایی لوری د توقع خلاف زیات تنزل ته ځان اړه ګڼي چې له امله یې طالب لوري ته سیاسي بریا وربخښي. وروستي واقعیتونه ټول د دې ډول سیاسي برتري ښکارندویی کوي، په داسي حال کې چې له طالب لوري نه تراوسه د امریکا په وړاندي هیڅ ډول سیاسي او یا پوځي تنازل نه دی محسوس شوی.

شنونکي په دې هم باوري دي چې د ملا عبدالغني برادر خلاصون ښایي د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرتي پروسه نوره هم غښتلي کړي، او ډېر امکان شته چې د نورو بندیانو د آزادۍ لپاره هم په ورته شکل لاره هواره شي. دا ځکه چې د اعتماد سازۍ لپاره دا ترټول ښه اقدام دی. او امریکا دا هم غواړي چې مذاکراتي پروسه په هرصورت بریالۍ کړي ځکه چې مذاکراتو ته تیاري امریکا د یو سیاسي مجبوریت له مخي ښودلي نو که دا پروسه ناکامیږي دا به داسي وي چې امریکا لکه څنګه چې په پوځي برخه کې بریا ترلاسه نکړای شوه؛ همدارنګه به یې سیاسي ماتي هم خوړلي وي، نو دوی اړ دي چې دا وروستنی سیاسي آپشن بریالی کړی که څه هم له ډېرو تنازلاتو سره مل وي.

پای ……………..!

سرچینه: کابل ټکی کام