افغانستان

فیفا: د ولسي جرګې ټاکنې له پراخو درغلیو ډکې وې

(سپوږمۍ راډیو):

فیفا: د ولسي جرګې ټاکنې له پراخو درغلیو ډکې وې

پر انتخاباتو څارونکي بنسټونه وایي د ولسي جرګې ټاکنې له پراخو درغلیو ډکې وې.دوی وایي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له انتخاباتو مخکې اعلان وکړ، چې ۱۸ میلیونه سټیکر چاپ شوي، خو په ټاکنو کې شاوخوا څلور میلیونه کسانو ګډون وکړ، چې د پاتې سټیکرو د سرنوشت په تړاو پوښتنې پیدا شوی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې له ۱۸ میلیونه چاپ شویو سټیکرو څخه به د ولسمشرۍ ټاکنو رای ورکونکو لپاره هم استفاده وشي. په ورته مهال د ولسي جرګې ټاکنو یوشمېر نوماندان او عام خلک هم وايي، چې ټاکنې له تقلب ډکې وې. د ولسي جرگې ټاکنې، چې پکې د پراخو درغلیو او تخطیو خبرې کیږي پر انتخاباتي بهیرونو یې د خلکو د باور کچه کمه کړې.په ورته مهال پر ټولنیزو رسنیو په ګڼو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د ولسي جرګې ټاکنې له پراخو درغلیو ډکې وي. د ولسي جرګې ټاکنو یوشمیر نوماندان وايي، کمیسیون د ټاکنو مشروعیت لپاره ټاکنې دویمې ورځې ته وغځولې، چې دا ټاکنې نامشروع او دوی ته د منلو نه دي.عام خلک هم د ولسي جرګې ټاکنو څخه ناراضه دي او وايي، تېرې ټاکنې له پراخو درغلیو ډکې وې، سراسري نه وې او خلک په فهرست کې د نوم نه پیدا کېدو، بایومټریک او ګڼو نورو ستونزو له امله له ټاکنو محروم شول. پر انتخاباتو ناظر بنسټونه وایي، د کمیسیون د کارکوونکو ترمنځ نه همغږي، د کارکوونکي نه مسلکي توب او ګڼ نور داسې موارد و، چې د ټاکنو د مشروعیت په تړاو یې د خلکو ترمنځ پوښتنې پیدا کړي دي، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، چې دې کمېسیون د ټاکنو په تړاو تر اته زرو زیات شکایتونه ثبت کړي.