افغانستان

هاشمي: ښايي د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې لږ په ځنډ سره اعلان شي

(سپوږمۍ راډیو):

هاشمي: ښايي د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې لږ په ځنډ سره اعلان شي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د ولسي جرګې ټاکنو نتیجې به په لږ ځنډ سره اعلان شي. د غه کمېسیون وایي، چې د ولسي جرګې ټاکنې د تېرو نورو دورو له انتخاباتو سره توپیر لري، پکې له بایومټریک سیسټم څخه استفاده شوې او همدا لامل دی، چې د ټاکنو نیتیجې به په ځنډ سره اعلان شي. په ورته مهال د ولسي جرګې یوشمېر غړي د پایلو په اعلان کې ځنډ د قانون خلاف بولي، خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وایي، چې ښايي د شکایتونو د څېړنې بهیر هم ځنډنی شي او نتایج په ځنډ سره اعلان شي. د ولسي جرګې ټاکنې، چې پکې د پراخو درغلیو ادعاوې هم شوي ټاکل شوې وه، چې ابتدايي پایلې یې د عقرب په ۱۹مه اعلان شي، خو کمېسیون ددې پایلو په اعلان کې د ځنډ خبره کوي. د ولسي جرګې ټاکنو پایلو ځنډیدو په تړاو دا څرګندونې داسې مهال دی، چې له دې وړاندې سیاسي احزابو په ټاکنو کې د پراخو درغلیو موجودیت خبره کړې او له ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه یې غوښتي، څو هغه رایې باطلې کړي، چې بایومټریک شوې نه وي.