افغانستان

پر پاکستاني چارواکو یو ځل بیا د نه همکارۍ تور ولګول شو.

(طالب نیوز):

a7430c1f550a09f9f05b288bce7df1e1_L

افغان چارواکو یوځل بیا پاکستان د افغانستان په سوله کې په نه همکارۍ تورن کړ او وایي چې پاکستاني چارواکي د افغانستان په سوله کې هیڅ دلچسپي نه لري.

د ملي امنيت عمومي رييس معصوم ستانکزی وايي، پاکستان افغان سولې ته ژمنتيا نه لري او که يې درلودی، نو د طالب او داعش له ملاتړه به لاس پر سر شوی وای.

ښاغلي ستانکزي دغه څرګندونې په جلال اباد ښار کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

معصوم ستانکزي پاکستان ته په اشارې وويل، دوى غواړي، په افغانستان کې کمزوری حکومت وي، او په وینا یې چې یاد هیواد افغانستان ته  چاودېدونکي توکې، مهمات او وسلې د تخریبي کړنو په موخه را لېږي او هم د دې نظام پرضد تبلغاتو ته زمینه برابروي.

ستانکزي دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ورته څرګندوې وکړې او پاکستان ته یې په اخطاریه ډول وویل چې نور د امریکا زغم پای ته رسېدلی دی.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان او امریکایي چارواکو وروستي دریځ ته په غبرګون کې ویلي چې دوی افغانستان ته هیڅ بده اراده نه لري او زیاته یې کړه چې  افغان سولې ته د رسېدو لپاره خپل وس نه سپموي.

شاه محمود قریشي وویل چې طالبان د پاکستان په جېب کې نه دی چې له جېبه یې را وباسي او له افغان حکومت سره یې د خبرو پر مېز کښېنوي.

که له یوې خوا د زلمي خلیلزاد وروستیو هڅو افغانان سولې ته هیله مند کړي خو بل لوري ته بیا د افغان ، امریکایي او پاکستان چارواکو دا رنګه ضد او نقیض خبرې بیرته سولې ته د رسېدو امیدونه تت کوي او خلګ له مایوسي سره مخ کوي.

 

Tags