افغانستان

امریکا: د افغان سولې په اړه له هره اقدامه ملاتړ کوي.

(طالب نیوز):

QATAR TALIBAN OFFICE

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغان سولې لپاره تر بل هر وخت شرائط مساعد او امکانات ډېر دی.

د یاد وزارت مرستیالې اېمیلیا پوما ویلي، د دې روښانه کول چې وسله وال طالبان به له حکومت سره د سولې په صورت کې د افغانستان د دولت په چوکاټ کې څه ډول سیاسي موقف ولري، د افغانستان د منتخب حکومت په پرېکړه پورې اړه لري او هیڅوک دا نه شي کولی په افغانستان تحمیل کړي چې دوی خپل دولتي سیسټم باید څنګه جوړ کړي.

هغې ویلي دوی د افغان سولې په موخه له هر اقدامه ملاتړ کوي او زیاتوي دا بهیر باید د افغانانو تر مشرۍ لاندې مخته لاړ شي.

پوما په تاجکستان کې د وینا پر مهال وویل، د امریکا ملګري هېوادونه کولی شي، وسله وال د سولې خبرو ته وهڅوي.

نوموړې زیاته کړې، د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه د خلیلزاد معرفي کېدل په یاد هېواد کې سولې ته د رسېدو لپاره د امریکا ژمنتیا څرګندوي.

د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زلمی خلیلزاد د خپل ځانګړي استازي په صفت وټاکه چې تر ټاکل کېدو سم دستي وروسته یې له افغان چارواکو او له طالبانو سره په رسمي ډول لیده کاته پیل کړل .

خلیلزاد د پاکستان ، سعودي عربستان ، قطر او متحده عرب اماراتو له چارواکو سره د افغان سولې پر سر خبرې وکړې.

 

Tags